بودايان جاوا ټاپو کې خپل معبد ته لسګونه کيلوميټره پلی سفر کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له اندونيزيا، ماليزيا، تایلینډ او سینګاپوره په لسګونه بودايي راهبان له ویساک ورځې وړاندې د تودونګ د مراسمو د یوې برخې په توګه د اندونیزیا په جاوا ټاپو کې د بوروبودور معبد ته لسګونه کيلوميټره پلی سفر کوي. هغوی وايي چې د مینې له پیغام سره راوتلي دي، له چا سره مذهبي اختلاف نه لري او په رنګارنګۍ کې د یووالي طرفدار دي. د بودمت پيروکاران به اندونیزیا کې، چې اکثریت یې د مسلمانانو دی، یو شمیر نورو عبادت خانو ته هم ورځي او په بېلا بېلو مذهبي رسوماتو کې به برخه اخلي. د فرانس پرېس خبري اژانس له ويډيو جوړ راپور.