اسلام اباد های کورټ د کشمیري شاعر د لادرکۍ په اړه د دریو استخباراتي ادارو ځایي مشران د مې پر ۲۹مه ورغوښتي دي.
د مې پر ۲۵مه د کشميري شاعر احمد فرهاد د لادرکه کېدو په اړه د درخواست اورېدنې په مهال عدالت د استخباراتي ادارو ای ایس ای (انټر سروسز اينټليجنس)، اېم ای (ملټري اينټلي جنس) او ای بي (اينټليجنس بيورو) سېکټر کمانډرانو (ځايي مشرانو) ته د مې پر ۲۹مه عدالت ته د حاضرېدو امر وکړ.
د اسلام اباد های کورټ قاضي جسټس محسن اختر کياني د ټولو لادرکه شویو کسانو مقدمې هم نېغ په نېغه په رسنيو د خپرولو حکم کړی دی.
جسټس کياني د قانون وزیر نذير تارړ او د قانون، دفاع او کورنيو چارو وزراتونو سیکرټریانو ته هم حکم کړی دی چې د مې پر ۲۹مه عدالت ته حاضر شي او د استخباراتي ادرو د کار په اړه عدالت ته معلومات ورکړي.
احمدد فرهاد، چې یو مشهور شاعر او لیکوال دی، د مې پر ۱۵مه شپې مهال په اسلام اباد کې له خپل کوره وتښتول شو، خو تر اوسه د هغه د لادرکه کولو مسوليت چا نه دی منلی، البته د بشري حقونو يوشمېر فعالان او د نوموړي د کورنۍ ځينې غړي د هغه د لادرکۍ تور د پاکستان پر استخباراتي ادارو پورې کوي.
د پاکستان دفاع وزارت عدالت ته ویلي دي چې استخباراتي ادارې (ای ایس ای) هغه نه دی وړی. دا راز پولیسو هم ویلي دي چې فرهاد له هغوی سره نشته او د پیدا کولو هڅې یې کوی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د هايي کورټ د حکم په اړه په اسلام اباد کې د جبري لادرکيو په ضد مبارزه کونکې ډلې "ډيفنس اف هيومين رايټس" مشرې امنه مسعود جنجوعه له مشال راډیو سره په خبرو کې د عدالت هغه حکم وستایه.
نوموړې وویل، "اسلام اباد های کورټ ډېر ښه حکم کړی دی. دا به لومړی ځل وي چې د لادرکه کسانو مقدمې به نېغ په نېغه خپرې شي."
د دې په وینا، په کوم ملک کې چې يو شاعر خوندي نه وي او لادرکه شي، هلته به نور خلک څنګه محفوظ وي؟
هغې زیاته کړه چې د عدالت دا ګامونه ډېر ګټور دي او اميد دی چې د جبري لادرکيو ستونزه به حل ته نزدې شي. خو دا ويره هم شته چې حکومت د عدالت په حکم عمل و نه کړي.
احمد فرهاد چې په ټولنيزو رسنيو يې د جبري لادرکيو په ضد پوسټونه کول او نظمونه يې ليکل، پخپله لا هم ورک دی او مېرمن یې د موندلو لپاره اسلام اباد هايي کورټ ته درخواست ورکړی دی.
دا هم وګورئ: "استخباراتې ادارې دې له عدالت سره ټوکې نه کوي"پخوا هم د پاکستان مختلفو عدالتونو د استخباراتي ادارو کسان عدالت ته غوښتلي دي، خو په اکثره وختونو کې هغوی حاضر شوي نه دي.
پيښور های کورټ په ۲۰۱۰ز کال کې د استخباراتي ادارو مشرانو ته حکم ورکړی وو چې د جبري لادرکه کسانو په اړه وضاحت ورکړي، خو په هغوی حاضر نه شول.
دا راز سپریم کورټ په ۲۰۱۲ز کال کې د بلوچستان د جبري لادرکه کسانو قضیه کې استخباراتي ادارو ته د حاضرېدو حکم کړی و، خو هغوی عدالت ته نه ول ورغلي.
قانون پوهان وایي استخباراتي ادارو اکثره د عدالتونو احکاماتو ته په مستقيمه توګه ځواب نه دی ورکړی، چې له دې څخه د عدالتونو او استخباراتي ادارو تر مینځ د کشمکش او عدم تعاون صورتحال څرګندیږي.
په سوات کې قانون پوه او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ عطاء الله جان ايډوکيټ د پښتون ژغورنې غورځنګ ( پي ټي اېم) د لادرکه شوو غړو په ډېرو مقدمو کې د وکيل په حيث عدالتونو ته حاضر شوی دی. هغه وایي د اسلام اباد های کورټ دې امر ته ډېر خوشبين نه دی.
جان وایي "پخوا هم داسې شوي دي. پېښور هايي کورټ هم د جبري لادرکيو په مقدمه کې څو څو واره د استخباراتي چارواکي راغوښتي دي. مونږ به هم ورته خوشال وو چې اوس به کار سم شي، خو دوی (عدالتونه) چې کله پرېکړه کوي، هغه بيا بيخي بدله وي."