د میکسیکو یو ښار کې زښته زیاته ږلۍ شوې ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په داسې حال کې چې په میکسیکو کې د تودوخې درجه ۴۵ سینټي ګرېډ ته رسېدلې، د هغه هېواد په یو وړوکي ښار پویبلا کې ناڅاپي ږلۍ شوې. د ږلۍ دانې وړې وې، خو د هغه ښار په ځینو برخو کې له څلور فوټه هم زیاته وه او لارې یې بندې کړې وې. د پویبلا ګورنر وايي، په ژوند کې یې دومره زیاته ږلۍ نه وه لیدلې. دی زیاتوي چې داسې ورښتونه د اب و هوا بدلون له وجې کېږي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.