په کشمیر کې هرکال د ماهیانو نیولو دودیزه میله کېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې د روحان پوش په نوم یوه دودیزه میله ترسره شوې چې پکې خلک ماهیان نیسي. خو هر کال د مې په میاشت کې کېدونکي دې دود اصلي هدف ماهیان نیول نه، بلکې د اوبو چینې او تالاوونه پاکول دي. په دې دود کې خلک د پښتنو د اشر په څېر په ګډه برخه اخلي. کشمیري مشران وايي، په دوی ژبه کې د روحان پوش معنا ده د روح پاکول، او دا دود یې له خپلو نیکونو څخه پاتې دی. ویډیویي رپورټ