د تمباکو د نشه يي توکو پرېښودو لارې چارې څه دي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې د تمباکو د استعمال پر ناوړه اثراتو بحث لرو. د روغتیا نړیوال سازمان د مې ۳۱مه د تمباکو استعمال پر ضد هڅو او پوهاوي ته ځانګړې کوي. په پاکستان او افغانستان کې تمباکو په بېلابېلو اشکالو کارېږي چې د روغتیاپالانو په وینا، د سرطان تر څنګ د ګڼو نورو رنځونو سبب کېږي. په خپرونه کې د تمباکو د بېلابېلو نشو پر پرېښودو هم غږېدلي یو. بشپړه خپرونه واورئ.