د وژل شويو پاکستانيوو پوځيانو جنازې په پېښور کې وشوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېل سیمو کې یې د عملیاتو پر مهال ۲۳ وسله وال وژلي دي. پوځ وايي د خيبر ضلعې د باغ سيمې په عملياتو کې وسله والو د پوځ پينځه سرتيري هم وژلي دي. د پنځو وژلو شویو سرتېرو د جنازې مراسم د مې پر ۲۷مه په پېښور کې ترسره شول چې پکې د پاکستالن د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر هم برخه واخیسته. په دې موضوع د رویټرز اژانس د ویډیو پر استناد جوړ شوی راپور دلته وګورئ: