په پاپوا نیوګېني کې له دوه زرو زیات کسان مځکې ښوییدو کې وژل شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاپوا نیو ګېني په اېنګا صوبه کې د مې پر ۲۴مه مځکه ښوېدلې وه چې پکې ګڼ خلک د خاورو لاندې شوي دي. که څه هم د مرګ ژوبلې په اړه بېلا بېلې شمېرې دي خو د پاپوا نیو ګېني چارواکي وايي، ګمان کېږي چې په دې پېښه کې به له ۲۰۰۰ زیات کسان د خاورو لاندې شوي وي. څیړونکي وايي چې په پاپوا نیو ګېني کې د مځکې ښوېدو سبب د اب و هوا بدلون کیدای شي. په دې اړه د رویټرز او فرانس پرېس اژانس له ویډیوګانو جوړ دا راپور وګورئ: