د بلوچستان په ژوب کې يوې ځايي جرګې په دانه سر کې د جګړې بندولو او د بې کوره شویو خلکو خپلو سيمو او کورونو ته د ستنولو غوښتنه کړې ده.
د مې پر ۳۰مه، په جرګه کې د سیاسي ګوندونو اتحادیې او د ژوب شیراني قبيلې مشرانو ګډون وکړ.
د جرګې ګډونوالو وویل چې په کستووي او سمبازه کې دې پوځي عملیات ودرول شي او له دانه سر څخه دې د سرحدي عسکرو امنيتي پوستې ليرې کړل شي او عادي خلکو او سوداګرو ته دې په ازاده توګه د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
د قبايلي مشر سردار ایوب مندوخیل په مشرتابه کې، د ژوب امن جرګې ته د پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند مرستیال مرکزي مشر او پخواني سېنېټر رضا محمد رضا وویل چې په بلوچستان کې په یو "پلان" سره بد امني جوړول کېږي چې موخه یې د سیمې پر طبیعي شتمنیو "قبضه" کول دي.
دا هم وګورئ:
د ژوب جرګه: د ۳ پولیسو د وژنې مقدمه دې د اېف سي ځواک پرضد دایره شيپه شېراني کې وسله والو درې پولیس او د ملېشې یو چارواکی وژلي ديژوب کې ۱ پوځی افسر او ۳ مشکوک وسلوال وژل شوي ديد جرګې بل ګډونوال ملک زمرک خان وویل چې له وزیرستان او خیبرپښتونخوا وروسته، اوس په بلوچستان کې د معدنیاتو د لټون لپاره "لوبې" پیل شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر اسد قرار جرګې ته وويل چې څوک دلته د خپل حق خبره کوي، هغه بیا "لادرکه" کېږي.
تر اوسه حکومت د ژوب قبايلي جرګې غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان پوځ د عامو اړیکو اداره (اې اېس پي ار) وايي چې د ژوب او شیراني په سمبازه سیمه کې له څو ورځو راهیسې د وسلوالو ضد عملیات روان دي.
د اې اېس پي ار په وینا، په تېره یوه میاشت کې د افغانستان پولې ته څېرمه په عملیاتو کې ۲۹ وسلوال وژل شوي دي. دا تر هغې وروسته ده چې د مې پر ۱۴مه هلته وسلوالو د پاکستاني پوځ يو افسر میجر بابر خان وژلی وو.