پاکستان وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت ورته د خیبر پښتونخوا په بشام کې د ځانمرګي برید په اړه په پلټنو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د مې پر ۳۱مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې طالب چارواکي سلا شوي چې د تحقیقاتو پایلې وڅیړي، او منطقي انجام ته د رسولو لپاره له پاکستان سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت د مرستیال خرم اغا په مشرۍ یو پلاوي د مۍ پر ۳۰ مه په کابل کې د طالبانو په حکومت کې له خپل سیال محمد نبي عمري سره ولیدل.
ممتاز زهرا بلوڅې وویل چې " د دې لیدنې زیاته توجه د بشام پر ترهګریز برید متمرکزه وه او په کې د پاکستان لخوا شواهد شریک کړل شول."
د نوموړي په وینا پاکستان له طالب چارواکیو څخه د پیښې د عاملینو د نیولو غوښتنه کړی ده.
دا هم وګورئ: پاکستاني پلاوي پر چینايي وګړو د حملې پلټنو په اړه په کابل کې له طالب چارواکو سره خبرې کړي ديکابل ته د ورغلي پاکستاني پلاوي د ملاقات په اړه د طالبانو د حکومت د کورنيوو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي عمري د خپل حکومت دا دريځ تکرار کړ چې افغانستان څنګه د ځان لپاره امن غواړي، همدغسې نورو ته هم ښې هیلې لري.
په خبرپاڼه کې د عمري له خولې ويل شوې: "موږ د شر پر سیاست باور نه لرو.
پاکستاني چارواکي وايي چې د خیبرپښتونخوا په بشام کې د ۲۰۲۴م کال د مارچ پر ۲۶مه شوی برید تحریک طالبان پاکستان کړی وو او او د دوی په وینا، پلان یې په افغانستان کې جوړ کړی وو.
خو د طالبانو حکومت پر پاکستان تور لګولی چې د دوی په وینا، اسلام اباد هڅه کوي چې د کابل او بیجینګ ترمنځ اړیکې خرابې کړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان طلوع نیوز تلوېزیون ته وویل چې د اسلام اباد دا تورونه منطقي بنسټ نه لري.
ده وویل، "په پاکستان کې پر چینايي وګړو برید د پاکستان خپله کورنۍ مسله ده او په افغانستان پورې هېڅ تړاو نه لري."
نوموړی وویل، "هغه رپورټ چې پاکستانیو چارواکو خپور کړی دی، د دې لپاره یوه هڅه ده چې د چین او افغانستان ترمنځ بې اعتمادي جوړه کړي."
دا هم وګورئ: پاکستان وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت دې د ټي ټي پي مشر ونیسيذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې دوی دا په وار وار رد کړې او دا خبره د ده په وینا، کوم منطق هم نه لري.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۴م کال د مارچ پر ۲۶ مه د خیبر پښتونخوا په بشام کې په یو ځانمرګي برید کې ۵ چینایان او د دوي پاکستانې ډرایور وژل شوي وو.
که څه هم د پاکستان حکومت وايي چې هغه برید تحریک طالبان پاکستان کړی وو خو تر اوسه د یادې ډلې په ګډون هیچا د هغه برید زمه واري نده منلې.
بیجینګ په تحقیقاتو کې د پرمختګ هرکلی کړی او له پاکستانه یې غوښتي چې د پېښې جرړې ته ورسي، ټول عاملین ونیسي او عدالت ته یې وسپاري.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جون پر څلورمه په پنځه ورځني رسمي سفر چین ته روان دی.