په کابل کې اوس هم د سایرې په نوم د مرغانو د سندرو سیالۍ کېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کابل کې هره جمعه خلک د سایرې یا کنرې په نوم د مرغانو د سیالۍ کتو لپاره ورځي. د هغو مرغیو مالکان وايي چې دا یو ډول د سندرو سیالي وي چې پکې خلک د سایرو له خوندورو غږونو څخه خوند اخلي. افغانان وايي چې د طالبانو په واک کې راتلو وروسته د تفرېح موقعې کمې شوي دي خو په خلکو کې د مرغانو ساتلو شوق زیات شوی دی. په دې اړه د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.