مظاهره چيانو د ملاکنډ پوهنتون د انتظامیې استعفا وغوښته

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کوزدیر د ملاکنډ پوهنتون د موسا خان تر مرګ وروسته دغلته ورغليو زده کوونکو او د بشري حقونو فعالانو په احتجاج کې له حکومته د ياد پوهنتون د انتظامي چارواکو د ليرې کولو غوښتنه کړې ده. دوی انتظامیه د موسا خان د مرګ لپاره پړه ګڼي. د دوی په وينا انتظامیې له دې کبله موسا خان له هاسټله ایستلی وو چې هغه رباب راوړی وو. له هاسټله تر وتلو وروسته نوموړي، د شپې مهال ټکر کړی او مړ شوی وو. خو د پوهنتون انتظامیه وايي په کلتوري فعالیتونو بندیز نشته او یوازې سیاسي چارې بندې دي. وسیم سجاد په دې اړه ويډيو راپور لري.