په اسلام اباد کې پښتون کونسل کلتوري ماښام جوړ کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې، د پښتنو زده کونکو سازمان "پښتون کونسل" د جون په ۷مه د یوې ادبي او کلتوري غونډې تابیا وکړه. د غونډې لومړۍ برخه مشاعره او دویمه برخه موسیقي وه چې تر شپې یې دوام وکړ. د غونډې مشري پروفیسر اباسین یوسفزي وکړه او د بېلابېلو سیمو شاعرانو خپل شعرونه واورول. د موسیقۍ په برخه کې سندرغاړو راج مروت او اکرام ګدون د مشهورو شاعرانو کلامونه وړاندې کړل. د راشد خټک او عمران یونس ویډیو وګورئ.