د کرکټ په نړیوال کپ کې نن پاکستان له کاناډا سره لوبه کوي

پاکستان تر دې مخکې خپلې دواړه سیالۍ پر امریکا او هند بایللې دي

پاکستان نن د کرکټ په ۲۰ اووریز نړیوال کپ کې خپله دریمه لوبه د کاناډا په وړاندې ترسره کوي.

د امریکا په نيويارک کې کېدونکې دا لوبه د پېښور په وخت د شپې اوه نیمې بجې پيليږي. پاکستان تر دې مخکې خپلې دواړه سیالۍ پر امریکا او هند بایللې دي خو کاناډا يوه ګټلې او بله یې بایللې ده.

د جون پر نهمه، د دې لوبلړۍ په یوې بلې سیالۍ کې جنوبي افریقا بنګله دېش ته په ۴ منډو ماتې ورکړه. جنوبي افریقا په لومړي بېټينګ کولو سره په ټولو ۲۰ اوورونو کې د ۶ لوبغاړو په زیان ۱۱۳ منډې کړې وي.

بنګله دېش یې په ځواب کې د ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۰۹ منډې وکړای شوې.

د کرکټ ۲۰ اووریز نړيوال جام د جون له دویمې راهیسې په امریکا او ویسټ انډیز کې روان دی چې ۲۰ لوبډلې پکې ګډون لري. د جون پر ۲۹مه به د دې سیاليوو پایلوبه یا فاینل په بارباډوز کې کيږي.