د خیبر پښتونخوا مشر سېکرټر د کورمې اوسېدونکو ته د امنیت ډاډ ورکړی دی

په کورمه کې امنیتي سرتېري ګزمه کوي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا مشر سېکرټر (چیف سېکرټر) ندیم اسلم چودري په کورمه کې ولسي مشرانو ته د امنیت ډاډ ورکړی دی.

چودري د جون پر ۱۱مه په پاړه چینار کې د شیعه ګانو او سنیانو مشرانو جرګې ته وویل چې سیمې ته "ځینې خلک ورداخل" شوي دي، خو په وینا یې چې کله ولس متحد شي او د امنیتي ادارو ملاتړ وکړي نو د امن خرابولو هره هڅه ناکامولې شي.

د خیبر پښتونخوا هغه لوړپوړي بیوروکراټ دا و نه ویل چې کورمې ته څوک یا د کومې ډلې غړي ورغلي دي او په دې اړه یې نور معلومات ور نه کړل.

خو چودري زیاته کړه چې په سیمه کې له روانو حالاتو خبر دی او که څوک د امن خرابولو هڅه وکړي نو پر ضد به یې اقدامات کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په کورمه کې خرابې امنیتي وضعې خلک اندېښمن کړي دي.

د جرګې ګډونوال او ځایي مشر جلال حسین بنګښ مشال راډیو ته وویل چې شیعه او سني مشران د سیمې امنیت لپاره متحد دي او "له بهره ورغلیو عناصرو" ته به د سیمې د امنیت خرابولو اجازه ور نه کړي.