د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: افغانستان پاپوا نیو ګېني ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه

افغان لوبغاړي د پاپوا نیو ګېني د بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د جون ۱۴مې انځور.

افغانستان د پاپوا نیو ګېني لوبډلې ته په اووه وېکټو په ماتې ورکولو د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام د سیالیو دویم پړاو ته لاره ومونده.

د جون ۱۴مې پر سهار د ټرېنېډاډ او ټوبېګو په براین لارا لوبغالي کې لومړۍ توپوهنه پاپوا نیو ګېني وکړه او ټول لوبغاړي یې په ۲۰م اوور کې په ۹۶ منډو وسوځېدل.

په ځواب کې افغان لوبډلې ټاکلی هدف د ۱۶م اوور په پیل کې د درو لوبغاړو په زیان پوره کړ.

د جون پر ۱۴مه دویمه سیالي د امریکا او ایرلینډ لوبډلو ترمینځ کېږي.

ټاکل شوې چې د فلورېډا په لوبغالي کې د جون ۱۴مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیل شي.

تر دې یوه ورځ مخکې انګلستان (انګلینډ) عمان ته، بنګلادېش نېدرلینډز (هالینډ) او کوربه وېسټ انډیز نیو زیلینډ ته ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې د جون پر ۱۵مه څلور سیالۍ وشي.

د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سیالۍ د جون له دویمې راهیسې په امریکا او وېسټ انډیز کې روانې دي چې پکې ۲۰ لوبډلې برخه لري. ټاکل شوې چې د جام پایلوبه د جون پر ۲۹مه په باربېډوس کې وشي.