د لوی اختر لپاره خلک له ښارونو خپلو کورونو ته ځي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

لوی اختر نېږدې دی او خلکو له خپلوانو سره یوځای د لمانځلو لپاره له ښارونو څخه خپلو کورونو ته د تلو لړۍ پیل کړې ده. له همدې امله، د ګاډو په اډو او سټېشنونو کې ګڼه ګوڼه ده. په اسلام اباد کې مساپر شکایت کوي چې د ګاډو کرایې زیاتې شوي او اوږد انتظار کوي. د اډو چارواکي بیا وايي چې د ګاډو شمېر کم او د مسافرو شمېر زیات دی. له همدې وجې، ګاډي له یوې خوا ډک ځي خو له بلې خوا بېرته خالي راځي، چې له وجې یې ډرېوران تلو ته زړه نه ښه کوي. ویډیویي رپورټ.