جرمني کې یو افغان بل افغان وژلی او ۳ جرمنان یې په چاقو وهلي دي

د جرمني پولیس په برلېن کې د امنیت لپاره پر سړک ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د جرمني پولیسو ویلي دي چې د هغه هېواد په ختیځ کې یې یو افغان سړی تر هغې وروسته ویشتلی دی چې هغه خپل یو ۲۳ کلن هېوادوال او بیا درې جرمنان په چاقو ووهل.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس پوليسو له قوله ويلي چې پېښه د جون ۱۴مې پر ماښام له پلازمېنې برلېنه ۱۳۰ کېلومیټره لیرې په وړوکي ښار والمېرشډېټ کې شوې ده.

پولیس وايي، هغه سړي لومړی یو افغان وګړی په چاقو وواهه، چې وروسته یې په روغتون کې سا ورکړه، او بیا یو کور ته ننوت او په انګړ( غولي) کې یې درې نور کسان چې د یورو فوټبال لیګ سیالي یې کتله، په چاقو ووهل چې پکې دوه سخت ژوبل شول.

پولیس وايي، وروسته یې مشکوک بریدګر په داسې حال کې په ډزو وویشت چې چاقو په لاس د هغوی پر لوري منډه وهله. پولیس وايي چې بریدګر په روغتون کې سا ورکړه.

پولیسو لا د برید د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په جرمني کې په څه کم یوه میاشت کې درېيمه پېښه ده چې افغان کډوال پکې ښکېل دي.