اسراییلی پوځ وایي په غزه کې یې ۸ سرتېري وژل شوي دي

د اسراییلي پوځي سرتېري او طبي عمله د غزې په جنوب کې د امبولانس ترڅنګ ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د اسراييلو پوځ وايي چې د غزې په جنوبي برخه کې یې په یو برید کې اته سرتېري وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراييلیو ځواکونو په جنوبي ښار رفح او شاوخوا سيمو کې پرمختګ ته دوام ورکړی او په غزه کې يې ځینې ځایونه په نخښه کړي چې پکې لږ تر لږه ۱۹ فلسطينیان وژل شوي دي.

پوځ وايي چې د جون پر ۱۵مه یې سرتېرې په زغزوال موټر کې سپاره ول چې ورباندې چاودنه وشوه چې له کبله يې په ګاډي کې ايښي د انجینرۍ چارو مواد هم وچاودېدل.

د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، وسلوالې څانګې ويلي چې ګاډی د ماينونو لپاره په تیاره شوې سيمه کې ګېر شو چې له دې سببه چاودنه وشوه.

حماس د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې پر اسراییلو برید وکړ چې تر هغې وروسته اسراییلیو ځواکونو په غزې کې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.