د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: نن پاکستان او ایرلینډ سیالي لري

د اسټرالیا بیټر ټېم ډېوېډ په شپږیزې وهلو د سکاټلینډ هدف پوره کړ - د جون ۱۶مې انځور.

د پاکستان او ایرلینډ لوبډلې د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې یو بل ته مخامخېږي.

د فلورېډا په لوبغالي کې د جون ۱۶مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.

تر دې مخکې د جون پر ۱۶مه اسټرالیا سکاټلینډ ته په پینځو وېکټو ماتې ورکړه. د وېسټ انډیز په ډیرېن سیمي لوبغالي کې لومړی بیټېنګ د سکاټلینډ لوبډلې وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۰ منډې وکړې. په ځواب کې اسټرالیا ټاکلی هدف په ۲۰م اوور کې د پینځو لوبغاړو په زیان پوره کړ.

د جون پر ۱۵مه جنوبي افریقا، نیو زیلینډ او انګلستان (انګلینډ) خپلې سیالۍ وګټلې خو د هند او کاناډا ترمینځ لوبه د باران له وجې لغوه شوه.

د جون پر ۱۷مه درې سیالۍ کېږي او پر ۱۸مه د لومړي پړاو وروستۍ سیالي د افغانستان او وېسټ انډیز ترمینځ ده. تر هغې وروسته به د اتو غوره لوبډلو ترمینځ د نړیوال جام د دویم پړاو سیالۍ پیلېږي.

د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سیالۍ د جون له دویمې راهیسې په امریکا او وېسټ انډیز کې روانې دي چې پکې ۲۰ لوبډلې برخه لري. ټاکل شوې چې د جام پایلوبه د جون پر ۲۹مه په باربېډوس کې وشي.