ایران پر جي - اووه ټولنې غږ کړی چې له "د تېر وخت له ورانوونکې تګلارې" په شا شي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

ایران د نړۍ د اووه لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو پر ټولنه (جي – اووه) غږ کړی دی چې د "تېر وخت له ورانوونکې تګلارې" په شا شي.

رویټرز اژانس وايي چې دا خبره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د جون پر ۱۶مه د جي – اووه ټولنې د تازه بیان په غبرګون کې کړې ده.

جي – اووه ټولنې د جون پر ۱۴مه ایران ته خبرداری ورکړی وو چې د خپل اټومي پروګرام له پراختیا دې لاس واخلي.

ټولنې په بیان کې دا هم ویلي ول چې که تهران روسیې ته بیلېسټېک توغندي ورکړل، نو پرضد به یې نوي اقدامات وکړي.

خو ناصر کنعاني ویلي دي چې د "اوکراین له جګړې سره د ایران او روسیې د خپلمینځي همکاریو د تړلو هڅه د سیاسي اهدافو ترلاسه کولو یو مغرضانه عمل" دی.

امریکا، کاناډا، جاپان، برېتانیا، اېټالیا، جرمني او فرانسه د جي – اووه ټولنې غړي دي.