بلېنکن چین، ایران او شمالي کوریا د روسیې د ملاتړ په سر د "اندېښنې وړ هېوادونه" بللي دي

اینتني بلېنکن (ښي لوري ته) په واشنګټن کې له ینز ستولتنبرګ سره - د جون ۱۸مې انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن چین، ایران او شمالي کوریا د روسیې په "جنګي اقتصاد" کې د لاس لرلو له وجې د "اندېښنې وړ هېوادونه" ګرځولي دي.

نوموړي د جون پر ۱۸مه په واشنګټن کې د ناټو له عمومي منشي ینز ستولتنبرګ سره ګډې خبري غونډې ته وویل چې پر اوکراین د روسیې تېري او جګړې دا وښوده او ثابته یې کړه چې د روسیې، چین، شمالي کوریا او ایران په څېر "د استبدادي حکومتونو ترمینځ کلک اتحاد" موجود دی.

بلېنکن پیانګیانګ او تهران روسیې ته د وسلو په استولو وغندل.

هغه پر چین هم غږ وکړ چې د روسیې د دفاعي – صنتعي بنیاد له ملاتړه لاس واخلي او و یې ویل چې بیجنګ "نه شي کولای چې یو خوا ووايي چې له اروپا سره ښه تعلقات غواړي او په ورته وخت کې له سړې جګړې راهیسې تر ټولو لوی امنیتي ګواښ تمویلوي."

پر اوکراین د روسیې یرغل د سړې جګړې له ختمېدو راهیسې په اروپا کې تر ټولو لوی امنیتي ګواښ بلل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې چینايي ملاتړ روسیې ته دا توان ورکړی دی چې خپل دفاعي صنعت او "جنګي ماشین" فعاله وساتي. هغه زیاته کړه چې دا کار باید ودرېږي.

د ناټو مشر ستولتنبرګ تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا په یو څېړنیز مرکز وېلسن سېنټر کې په خپلو خبرو کې ورته ژبه کارولې وه او ویلي یې ول چې که بیجنګ د روسیې ملاتړ ته یې دوام ورکړ نو "پایلې" به وویني. هغه البته په دې اړه نور وضاحت ور نه کړ.

بیجنګ، مسکو، تهران او پیانګیانګ لا د بلېنکن څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لېن جینان د ستولتبرګ د جون ۱۷مې څرګندونو په غبرګون کې وویل چې ناټو باید پر چین د "نیوکو پر ځای پر خپل ځان فکر" وکړي.

لېن په اوکراین کې د روسیې د جګړې پړه پر ناټو واچوله او و یې ویل چې "اړوندې خواوې" باید "د تورونو پورې کول او نفاق اچول ودروي."