فیصل اباد: د لیپټاپ بیټرۍ چاودېدو پېښه کې ۲ ماشومان وژل شوي، ۷ ژوبل دي

ژوبل شوي کسان د پنجاب الایډ روغتون ته لېږدول شوي دي ـ پخوانی انځور.

د پنجاب صوبې د فیصل اباد په شریف پور سیمه کې په یوه کور کې د لیپټاپ د بیټرۍ چاودېدو له امله اور لګېدلی چې پکې دوه ماشومان وژل شوي او اووه ټپیان دي.

د ښار د الایډ روغتون د بیړنیو خدمتونو د څانګې ډاکټر حماد احمد د جون پر ۱۹مه پاکستانیو رسنیو ته ویلي چې نهه ژوبل کسان ورانتقال شوي ول چې پکې یو هلک او یوې نجلۍ په روغتون کې سا ورکړه.

د هغه په خبره، د پېښې ښکار شویو عمرونه له درو څخه تر نهو کلونو پورې دي.

د مرستندویه او ژغورنې چارو ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویلي چې د لیپټاپ بیټري چارجېده چې وچاودېده او له وجې یې په کور کې اور ولګېد.

د پنجاب اعلا وزیرې مریم نواز پر پېښه خواشیني ښوولې او ټپیانو ته یې د ښه طبي خدماتو ورکولو لارښوونه کړې ده.

چارواکو د پېښې د لاملونو په اړه تفصیلي معلومات نه دي ورکړي خو پوهان وايي چې په ځینو لیپټاپونو او موبایل ټېلېفونونو کې د لېتییم این غیر معیاري بیټرۍ کارېږي چې د چارجېدو پر مهال ژر ګرمېږي او کله نا کله چوي یا اور اخلي.