د عوامي نيشنل ګوند سياستوال ارباب عبدالظاهر کاسی د ۷۸ کلونو په عمر کې ومړ

ارباب ظاهر کاسی د عوامي نیشنل ګوند له مخکښه سیاستوالانو یو وو - پخوانی انځور.

د عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان څانګې پخوانی مشر او د ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی ارباب عبدالظاهر کاسی د ۷۸ کلونو په عمر کې ومړ.

د نوموړي مشر زوی او د پاکستان په سېنېټ کې د عوامي نيشنل ګوند استازي سېنېټر ارباب عمر فاروق کاسي د جون پر ۲۰مه مشال راډيو ته ويلي چې پلار يې له څه مودې راهيسې د سرطان (کينسر) په ناروغۍ اخته وو چې د جون پر ۱۹مه په کوټه کې ومړ.

د ارباب عبدالظاهر کاسي پلار ارباب عبدالقادر کاسی د خدايي خدمتګار تحريک د مشر خان عبدالغفار خان، چې د باچا خان په نوم پېژندل کېږي، ملګری وو.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ارباب ظاهر کاسي د جنرال ضياوالحق زندانونه او د وسله والو طالبانو بند خوړلی

ارباب ظاهر کاسی په ۱۹۷۰ز لسيزه کې د زده کوونکو سازمان "پښتون سټوډنټس فېډرېشن" له لارې له عوامي نيشنل ګوند سره ملګرتيا پيل کړه.

وروسته د کوټې پر خدايداد سړک د هغه کور "ارباب هاوس" د سياست يو مرکز وګرځېد او د باچا خان او عبدالولي خان په ګډون به د عوامي نيشنل ګوند مشران په کوټه کې د هغه په کور کې اوسېدل او هلته به يې خپلې غونډې کولې.

دا هم وګورئ: ارباب ظاهر کاسي د خپل ژوند کیسه کوي

ظاهر کاسی نه يوازې د پوځي امريت پر ضد څو ځلې زندان ته اچول شوی وو.

په ۲۰۱۳ز کال کې هغه وسلوالو له کوټې وتښتاوه او بیا یې د شمالي وزیرستان په میرامشا کې طالبانو ته وسپاره.

نوموړي شاوخوا ۱۱ میاشتې د وسلوالو په بند کې تېرې کړې.

کاسي تر خوشې کېدو وروسته په "جمهوري غږونه" خپرونه کې مشال راډیو ته ویلي ول چې د وسلوالو په بند کې په رواني (نفسیاتي) او بدني ډول ځورول شوی وو.