پوتین: په اسیا کې د نوي "امنیتي جوړښت" د جوړلو وخت راغلی دی

پوتین له خپل وېتنامي سیال تو لام سره د هغه په دفتر کې روغبړ کوي - د جون ۲۰مې انځور.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وېتنام ته د خپل لنډ سفر په پای کې ویلي، په اسیا کې د "نوی امنیتي جوړښت" د جوړېدو وخت رارسېدلی دی.

پوتین د جون پر ۲۱مه، د وېتنام په پلازمېنه هنويي کې د وېتنام له ولسمشر تو لام سره ۱۱ عامه تړونونه او مفاهمتلیکونه لاسلیک کړل. لام وویل چې هغه او پوتین نورې موافقې هم کړي چې ولس ته لا نه دي ښکاره کړل شوې.

هغه موافقې پر انرژۍ، تعلیم، ساینس او ټېکنالوژۍ متمرکزې دي او دا د روسیې هغه څانګې دي چې امریکا او نورو هېوادونو په ۲۰۲۲ز کال کې پر اوکراین تر حملې وروسته ورباندې بندیزونه لګولي دي.

د دواړو هېوادونو مشرانو په وېتنام کې د اټومي ساینس او ټېکنالوژۍ د یو مرکز پرانیستلو لپاره پر یوه کړنلاره هم موافقه وکړه.

د روسیې تاس خبري اژانس د ولسمشر پوتین له قوله ویلي چې له وېتنام سره د هراړخیزو ستراتیژیکو همکاریو زیاتولو ته ژمن دی او دا کار د روسیې د بهرنیو چارو د تګلارې له لومړیتوبونو څخه دی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د وېتنام په ګډون د هند او ارام بحر په سیمه کې له هېوادونو سره د ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره کار کوي.

په وېتنام کې د امریکا د سفارت یو ویاند هلته د پوتین تر سفر مخکې وویل چې باید هېڅ هېواد روسي ولسمشر ته داسې دریځ یا زمینه برابره نه کړي چې په مټ یې هغه خپلې جګړې ته وده ورکړي او خپل کړي "ظلمونه" عادي وښيي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۰مه اعلان وکړ چې روانه اوونۍ د وزارت مرستیال او په وېتنام کې پخوانی سفیر ډینیل کریتېنبرېنک هنويي ته استوي.

د روسیې ولسمشر اسیا ته خپل څلور ورځنی سفر د جون پر ۱۷ له شمالي کوریا څخه پیل کړی وو.