د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان پر وضعیت بحث شوی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشره روزا اوتنبایووا ـ پخوانی انځور.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا وايي، د سیمې هېوادونه لا هم له افغانستانه د ترهګرۍ د خپرېدو په اړه اندېښنه لري.

مېرمن اوتنبایووا دا خبره د جون پر ۲۱مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغې غونډې ته په وینا کې کړې دي چې د افغانستان پر حالت د بحث لپاره رابلل شوې وه.

تر دې مخکې د نړۍ ځینو هېوادونو په افغانستان کې د القاعده او د اسلامي دولت ډلې (داعش د خراسان څانګې) په څېر د افراطي ډلو د حضور په باب اندېښنه ښوولې وه.

د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف د جون پر ۱۱مه د قازقستان په الماتي ښار کې یوې غونډې ته ویلي ول چې په افغانستان کې ځینې ترهګرې ډلې ځای پر ځای شوي، ځکه نو مسکو اړ شوې د تاجکستان او افغانستان پر پوله د امنیت د ښه کېدو لپاره ځینې ګامونه واخلي.