د کرکټ نړیوال جام: نن هند له بنګلادېش سره لوبه کوي

هند او بنګله دېش د سوپر اېټ په لومړي ګروپ کې دي.

د کرکټ په ۲۰ اووریز نړیوال کپ کې د جون پر ۲۲مه هند له بنګلادېش سره لوبه کوي.

ټاکل شوې ده چې دا لوبه د پېښور پر وخت ماښام اوونیمې او د کابل پر وخت ماښام اووه بجې پیل شي.

هند او بنګله دېش د سوپر اېټ په لومړي ګروپ کې دي. هند د دې پړاو له درو لوبو څخه یوه کړې او ګټلې ده او بنګله دېش یوه لوبه کړې او هغه یې بایللې ده.

په دې پړاو کې دوې نورې لوبډلې د اسټرالیا او افغانستان دي. هغوی به د جون پر ۲۳مه سهار وختي لوبه کوي.

په هغوي کې هم اسټرالیا له درو لوبو لومړۍ هغه ګټلې خو افغانستان بایللې ده. د افغانستان لوبډله به نیمې پای لوبې ته د رسېدو لپاره له اسټرالیا او بنګله دېش سره پاتې دواړه لوبې ګټل وي.

جنوبي افریقا انګلستان ته په اوو منډو ماته ورکړه

بل پلو د جون پر ۲۱مه لومړی جنوبي افریقا د انګلستان لوبډلې او ویسټ انډیز د امریکا لوبډلې ته ماته ورکړه.

د وېسټ انډیز په ډیرېن سیمي لوبغالي کې د جون په ۲۱مه شوې سيالۍ کې جنوبي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې جوړې کړې.

د دې په ځواب کې انګلېنډ په ټولو ۲۰ اورونو کې يوازی ۱۵۶ منډې وکړای شوې.

بل پلو ویسټ انډیز د امریکا لوبډلې ته په نهه وکټونو ماته ورکړه. امریکا لومړی بېټنګ وکړ او په ۲۰ اوور کې د ۱۲۸ منډو له جوړولو وروسته ټول اوټ شول.

په ځواب کې د ویسټ انډیز لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۱م اوور کې یوازې د یوه لوبغاړي په سر پوره کړ.

ویسټ انډیز امریکا ته په نهو وکټونو ماته ورکړه

د کرکټ په ۲۰ اووریز نړیوال کپ کې دا وخت د دویم پړاو یا سوپر اېټ کې د اتو لوبډلو ترمنځ لوبې روانې دي.

له دوی څخه به څلور نیمو پای لوبو ته وځي او دواړه نیمې پای لوبې به د جون پر ۲۷مه ترسره کېږي.

د نړیوال کپ پایلوبه به د جون پر ۲۹مه د ویسټ انډیز په باربیډوس کې تر سره کېږي.

د کرکټ ۲۰ اووريزه نړیوال جام تاریخچه

د کرکټ شل اووريز نړیوال جام د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په دوه کالو کې یو ځل جوړېږي چې تراوسه پکې اته ټورنامنټونه شوي دي.

د جام لومړی ځل سیالۍ په ۲۰۰۷ز کال کې په جنوبي افریقا کې شوې وې او په پای لوبه کې هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

په ۲۰۰۹ ز کال هم د پاکستان لوبډله پای لوبې ته وتلې وه او هلته یې سري لنکا ته ماته ورکړې وه.

له هغه وروسته د ۲۰۱۰ز کال جام انګلستان ګټلی وو، د ۲۰۱۲ز کال اتلولي ویسټ انډیز، د ۲۰۱۴ز کال سري لنکا، د ۲۰۱۶ ز کال ویسټ انډیز او د ۲۰۲۱ز کال اسټرالیا ګټلې وه.

په ۲۰۲۲ز کال کې انګلستان د پاکستان په وړاندې پایلوبه وګټله.