د موسیقۍ نړیواله ورځ: په پېښور کې د ټنګ ټکور غونډه شوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

هر کال د جون پر ۲۱مه په نړۍ کې د موسیقۍ ورځ لمانځل کېږي چې مقصد يې د موسيقۍ او هنر ارزښت او هنرمندانو ته د ورپېښو ستونزو په اړه پوهاوی پیدا کول دي. موسيقۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت د مفکورې لخوا په پېښور صدر کې د ټنګ ټکور يوه غونډه جوړه شوې وه چې پکې د خيبر پښتونخوا او افغانستان بېلا بېلو هنرمندانو ګډون وکړ، سندرې یې وویلې او ځوانانو ورته اټنونه هم وکړل. د غونډې ګډونوالو مشال ريډيو ته وويل چې اوس هم په افغانستان او د خيبر پښتونخوا په ځینو برخو کې په موسيقۍ بنديز دی چې له وجې یې هنرمندان د کړاوونو سره مخ دي، نو بايد حکومتونه او نړيوالي ادارې دې ورته پاملرنه وکړي. ویډیویي رپورټ: