د بلوچستان حکومت د راتلونکي مالي کال بجټ وړاندې کړ

د بلوچستان اسمبلۍ د پخوانۍ غوندې یو عکس.

د بلوچستان حکومت د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال لپاره د څه باندې ۹۵۵ اربه روپيو صوبايي بجټ وړاندې کړی دی.

د خزانې صوبايي مير شعېب نوشيرواني د جون پر ۲۱ مه د بجټ وړاندې کولو پر وخت وويل چې دا د ۲۵ اربه روپیو اضافي بجټ دی.

د ده په خبره د صوبې ټول اخراجات ۹۳۰ اربه او محصولات يې ۹۵۵ اربه روپۍ دي.

نوشيرواني وويل چې د سرکاري ملازمینو په تنخاګانو کې له ۲۲ څخه تر۲۵ فیصده پورې زیاتوالی شوی دی.

د ده په خبره په بجټ کې د تعلیم د ودې لپاره څه باندې ۱۴۶ او د صحت لپاره ټولې نږدې ۹۰ ارب روپۍ اېښودل شوې دي.

نوموړی وايي چې په صوبه کې د امن و امان ټينګ ساتلو لپاره ۸۴ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي.

بلخوا په بلوچستان اسمبلۍ کې د حزب اختلاف غړي اسد بلوڅ پر بجټ سختې نيوکې کړې دي او ويلي یې دي چې په دې کې د صوبې د ۷۵ فیصده خلکو بنيادي ضرورتونه په پام کې نه دي نيول شوي.