منیر اکرم: پاکستان په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد پرېکنده اقدام غواړي

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی منیر اکرم غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد اقدام وکړي او په سیمه کې ترهګرو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي.

د پاکستان دولتي راډیو ترمخه، اکرم د جون پر۲۱مه، په نیویارک کې غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ټولنیز اقتصادي پرمختګ اهداف نشي ترلاسه کېدی ځکه چې دغلته د تحریک طالبان پاکستان او اسلامي دولت خراسان غوندې ترهګر سازمانونه فعال دي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د استازي د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې په بیا بیا ویلي چې خپله خاوره د هیڅ هېواد پر ضد کارولو ته نه پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د جون پر ۲۱مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته په وینا کې وویل چې د سیمې هېوادونه لا هم له افغانستانه د ترهګرۍ د خپرېدو په اړه اندېښنه لري.

تر دې مخکې د نړۍ ځینو هېوادونو په افغانستان کې د القاعده او د اسلامي دولت ډلې (داعش د خراسان څانګې) په څېر د افراطي ډلو د حضور په باب اندېښنه ښوولې وه.

د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف د جون پر ۱۱مه د قازقستان په الماتي ښار کې یوې غونډې ته ویلي ول چې په افغانستان کې ځینې ترهګرې ډلې ځای پر ځای شوي، ځکه نو مسکو اړ شوې د تاجکستان او افغانستان پر پوله د امنیت د ښه کېدو لپاره ځینې ګامونه واخلي.