د چمن پولې تړل کېدو له کبله پر بې روزګاره شويو خلکو څه تېرېږي؟

افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کېدو پرضد د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۲۱مې پرلت روان دی.

افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط له کبله د چمن بې روزګاره شوي خلک وايي، مالي حالت یې دې ځای ته رسېدلی چې اوس پر خیر ټولو مجبور شوي دي.

دوی وايي، هم دا یو پوله وه چې دوی پرې مزدورۍ کولې او نور یې په سیمه کې د روزګار هیڅ لارې نشته نو ځکه له اتو میاشتو بې روزګاره ناست دي.

د پانډیانو یا په ځایي اسطلاح لغړیانو اتحادیه وايي، د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کېدو له ۱۷ څخه تر ۲۰ زرو یوازې هغه کسان بې روزګاره کړي دي چې په ورځ کې به یې پر پوله په شا سامانونه وړل او راوړل.

د دوی په وینا، دې کسانو به هم دومره پیسې ګټلې چې د خپلو کورنیو ورځني ضرورتونه پوره کړي خو اوس هغه لار پرې بنده ده.

دا هم وګورئ: اڅکزی: د چمن ولس افغانستان ته د تګ راتګ لپاره پاسپورټ نه مني

له دې بې روزګاره شویو څخه د باز محمد په نامه یو کس د جون پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې دی او څلور وروڼه ټول اوس پر کور ناست دي.

ده وویل، "مخکې به خپلوانو مرسته کوله، پیسې به یې راکولې خو اوس هغوی هم راباندې بندې کړې دي، اوس پر دې مجبور یو چې په بازار کې خیرات ټول کړو، هغه ځکه چې یو موټر سایکل وو هغه مې خرڅ کړ، د کور لپاره لګولې شمسي ښیښې مې خرڅې کړې او په تېرو اتو میاشتو کې زه یو لاک او ۲۵ زره پوروړی شوی یم."

باز محمد وویل، دوی نور هیڅ نه غواړي، یوازې دې بې له پاسپورټ او ویزې دومره اجازه ورکړل شي چې تر وېش منډۍ ځي او راځي.

وېش د افغانستان غاړې ته هغه بازار دی چې د زیاتې برخې ملکیت یې بلې غاړې ته مېشت د چمن د خلکو دی.

دا هم وګورئ: چمن پرلت کمېټۍ پر خبریالانو د دایرې شوې مقدمې ضد های کورټ ته درخواست ورکړی

د فتح محمد په نامه یو بل ۵۲ کلن بې روزګاره شوي کس مشال راډیو ته وویل چې دی د خپلې کورنۍ یوازېنی کار کوونکی کس وو.

د ده په وینا، له کله چې د پاکستان حکومت د پاسپورټ او ویزې شرط ورته یښی دی، نو پر کور یې د امدن وسیله بنده شوې ده.

هغه وویل، "بس په دې مو ګزاره ده چې کله یو چا پور واخلو او کله له بل چا پور واخلو، نور په چمن کې هیڅ روزګار نشته، اختر تېر ما نه ماشومانو ته جامې اخیستې دي او نه مې ځان ته، او د اختر په ورځ غوښه هم ګاونډیانو را لېږلې وه."

فتح محمد زیاته کړه چې دوی د پاکستان له حکومت څخه یوازې دا غوښتنه کوي چې پر دوی دې د امدن دا یوازېنۍ وسیله نوره نه بندوي.

د بلوچستان حکومت په وار وار ویلي چې دوی به له بې روزګاره شويو خلکو سره د مرستې او هغوی ته د روزګار ورکولو لپاره ګامونه پورته کوي خو د متاثره شویو خلکو په وینا، حکومت یې لا هم هیڅ تپوس نه دی کړی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د چمن پرلت له اتو میاشتو تېرېدو وروسته اوس په څه حالت کې دی؟

د چمن پر پوله افغانستان ته د تلو راتلو لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کېدو یوازې په زرګونه خلک نه دي بې روزګاره کړي بلکې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پرتو خلکو خپلوۍ یا رشتې یې هم ډېر متاثره کړې دي.

د چمن یو سپین ږیري محمد مشال راډیو ته وویل، له اتو میاشتو راهیسې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته په واده شویو لوڼو هیڅ حال نه لري.

ده زیاته کړه، "هیڅ حال مو نشته او نه مو خبرې ورسره کړې دي، مخکې به دلته د افغانستان یو کارډ وی هغه یې هم بند کړی دی، دا پنځه او شپږ میاشتې وشوې چې هیڅ خبرې مې ورسره نه دي شوې، د هغې خوا ښځې زموږ په کور کې واده دي او زموږ هغه هلته واده دي او اوس یې لار راباندې بنده کړه، موږ نه پوهېږو چې دوی په موږ څه کوي؟"

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر، د خوراک وزیر، د حکومت ویاند او د حکومتي کابینې له بېلا بېلو غړو سره مو په وار وار رابطې وکړې خو هغوی ټلیفون پورته نکړ.

د چمن پر پوله افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پرضد د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۲۱مې نېټې راهیسې په چمن کې پرلت روان دی.

پرلتوال غوښتنه کوي چې دوی ته دې د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره د تګ راتګ اجازه ورکړل شي خو د پاکستان حکومت دا غوښتنه نه مني.