د روسیې په داغستان کې وسله والو ۱۵ پولیس او څو ولسي وګړي وژلي

په داغستان کې امنيتي ځواکونو د وسله والو پر ضد د عملياتو په وخت سړک بند کړی

د روسیې په داغستان کې د وسله والو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ پولیس، یو پادري او یو شمير ولسي وګړي وژل شوي دي.

د جون پر ۲۳مه د شمالي قفقاز د دې ناکرارې سیمې په دوو ښارونو دېربېنت او ماخاچکالا کې نامعلومه کسانو په کلیسا او پولیس تاڼو جلا جلا بریدونه وکړل. تراوسه په برید کې د ټولو وژل شويو کسانو کره شمېر معلوم نه دی. البته د داغستان والي سیرګي میلیکوف د جون پر ۲۵مه په ټیلیګرام چینل کې په یو بیان کې ویلي چې په برید کې د ۱۵ پولیسانو وژل تاييد شوي دي.

ميليکوف زیاته کړه چې امنيتي ځواکونو ۶ بریدګر وژلي دي. نوموړي د دريوو ورځو د ملي ماتم د اعلان تر څنګ وویل چې دا يو ترهګریز برید وو او موخه یې د داغستان بې ثباته کول دي.

داغستان د روسیې يو خودمختار جمهوریت دی چې ډيری وګړي یې مسلمانان دي. تر اوسه د دې حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو په تېر کې په داغستان کې د ځينو بریدونو مسوليت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی وو.

د یادونې ده چې درې میاشتې وړاندې په مسکو کې په یو تالار کې د کنسرټ پر مهال برید شوی وو چې پکې ۱۴۵ کسان وژل شوي او په سلګونو نور زخمیان شوي وو. د دې برید زمه واري اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش منلې وه.