سعودۍ لوبغاړې د پاريس اولمپېک سياليو ته وتلې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سعودي عرب ۲۷ کلنه دنيا ابوطالب د پاريس په راروانو اولمپېک سياليو کې د ګډون کولو جوګه شوې ده. نوموړې د سعودي عرب په تاريخ کې لومړنۍ ښځینه لوبغاړې ده چې په اولمپېک سياليو کې ګډون کوي. دنیا ابو طالب د تایکوانډو لوبغاړې ده او وړاندې یې هم په یو شمیر سیالیو کې د سرو زرو او پیتلو مېډالونه ګټلي دي. د فرانس پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور.