د هند وزیراعظم نریندرا مودي د روسیې سفر کوي

د هند وزیراعظم نریندر مودي (ښي لور ته) د روسي ولسمشر ولادیمیر پوټین سره د هند په نوي ډیلي کې روغبړ کوي ـ پخوانی انځور.

د روسیې چارواکي وایي چې د هند وزیراعظم نریندرا مودي مسکو ته سفر کوي.

کرېملېن د جون پر ۲۵مه اعلان وکړ چې هغوی د نریندر مودي د سفر چمتووالی نیسي. دا به پر اوکرايين د روسیې تر پراخ یرغل وروسته، مسکو ته د مودي لومړی سفر وي.

د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف ویلي چې مسکو ته د مودي د سفر نېټه به وروسته اعلان شي.

په ورته وخت کې هندۍ ورځپاڼې "دي ټریبیون" لیکلي چې د هند وزیراعظم به د جولای پر اتمه روسیې ته سفر پیل کړي. د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، مسکو ته د مودي سفر به په واشنګټن کې د ناټو له سرمشریزې وړاندې ترسره شي. د ناټو سرمشریزه د جولای له نهمې تر ۱۱مې کېږي.

د هند وزیراعظم نریندر مودي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جون میاشتې په لومړیو کې پر ټیلیفون خبرې هم کړې وې. مودي په اخري ځل په ۲۰۱۹ز کال کې د روسیې ولاديووسټاک ښار ته په سفر کې له پوتین سره کتلي ول. دا بندري ښار د چین او شمالي کوریا پولو ته نږدې موقعیت لري.