د بلوچستان حکومت وایي له وسلوالو یې ۳ تښتولي کسان خوشې کړي

د بلوچستان هرنایي سیمې نقشه.

د بلوچستان چارواکي وايي د وسله والو لخوا تښتوليو لسو کسانو څخه یې درې خوشې کړي دي.

دا کسان د اختر په درېیمه د بلوچستان هرنايي له شعبان سیمې تښتول شوي ول او د تښتولو ذمه واري یې له پاکستانه ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې، بلوچستان لیبریشن ارمي قبوله کړې وه.

د بلوچستان د کابینې د مالدارۍ او لبنیاتو پراختیا وزیر بخت محمد کاکړ د جون پر ۲۵مه، ناوخته مشال راډیو ته وویل: "دا درې کسان مو راخوشې کړل د پاتې نورو د خوشې کولو لپاره امنیتي ادارې لګیا دي هلې ځلې کوي. په راتلونکې کې د داسې واقعاتو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات کوو."

تښتول شويو کسانو کې ډېری یې د پنجاب صوبې دي. تر دې وړاندې د مارچ په ۲۳مه هم له پنجاب سره تعلق لرونکي اووه مزدوران تښتول شوي ول چې د مې په لومړۍ نېټه خوشې کړل شوي ول.

په بلوچستان کې بلوڅ بیلتون پالې ډلې وايي، د هغه صوبې په ډبرو سکرو ( کویلې)، ګیس او نورو وسایلو یوازې د هغې صوبې خلق حق لري او که نورو صوبو په هغو معدنیاتو کې د کار لپاره خلک ورځي نو پر وړاندې یې مزاحمت کوي.