د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: نن دویمه نیمه پایلوبه د هند او انګلستان ترمینځ کېږي

د جنوبي افریقا بیټران له افغانستانه د سیالۍ تر ګټلو وروسته خوشالي کوي - د جون ۲۷مې انځور.

د هند او انګلستان (انګلینډ) لوبډلې د کرکټ د ۲۰ اووره نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

د ګیانا په پراوېډنس لوبغالي کې د جون ۲۷مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اوومه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.

د جون پر ۲۷مه جنوبي افریقا افغانستان ته په نهو وېکټو په ماتې ورکولو، د نړیوال جام پایلوبې ته ووته.

د ټرېنېډاډ او ټوبېګو په براین لارا لوبغالي کې لومړۍ توپوهنه افغان لوبډلې وکړه خو ټول لوبغاړي یې په ۱۲م اوور کې په ۵۶ منډو وسوځېدل. د جنوبي افریقا تبرېز شمسي او مارکو جېنسن درې، درې او اندرېخ نورکیا دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې سوېلي افریقايي لوبډلې ټاکلی هدف په نهم اوور کې د یو لوبغاړي په زیان پوره کړ. فضل الحق فاروقي یوه وېکټه واخیسته.

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډله د جون پر ۲۵مه بنګلادېش ته په ماتې ورکولو په لومړي ځل نیمه پایلوبې ته لاره ومونده.

د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سیالۍ د جون له دویمې راهیسې په امریکا او وېسټ انډیز کې روانې دي چې پکې ۲۰ لوبډلو ګډون کړی وو. له هغو څخه یې ۱۲ په لومړي پړاو کې له سیالیو بهر شوې او بیا د اته غوره لوبډلو ترمینځ لوبې وشوې.

ټاکل شوې د ۲۰۲۴ز کال د ۲۰ اووره کرکټ نړيوال جام پايلوبه د جون پر ۲۹مه د وېسټ انډيز په باربېډوس کې وشي.