د بېلابېلو هېوادونو استازي د دوحې غونډې ځای ته رسېدلي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جون پر ۳۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه پیلېږي. تر تړلو دروازو شا ته په هغه غونډه کې د طالبانو د حکومت په ګډون د یوشمېر هېوادونو استازي ګډون کوي چې د جون ۳۰مې پر ماسپښین د غونډې ځای ته ورسېدل. فعالانو او د بشري حقوقو سازمانونو په ناسته کې افغان ښځو ته د ونډې پر نه ورکولو انتقاد کړی دی. د مشال راډیو همکار احمد تکل له دوحې څخه معلومات راکوي.

د دوحې غونډه : استازي د غونډې ځای ته راورسیدل