سوات کې د سکول چت پرېوتو ۱۹ ماشومان ژوبل کړي

د جولای پر دويمه سوات په مټه تحصيل کې د يو سکول ودانۍ چت پرېوتو په نتيجه کې د ژوبلو ماشومانو درملنه روانه ده.

د خيبر پښتونخوا د سوات په مټه تحصيل کې د يو ښوونځي د ودانۍ د یوې برخې پرېوتو له کبله ۱۹ ماشومان ژوبل شوي دي.

د سوات ضلعې د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (ریسکيو ۱۱۲۲) او مټه پوليس چارواکو د جولای پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې په ټانګار سيمه کې سهار د يوه شخصي سکول د يوې کمرې چت راپرېوت چې پکې دغه ماشومان ژوبل شول. پوليس چارواکي زياتوي چې د سکول ودانۍ کچه وه نو ځکه پرېوتې.

چارواکي وايي چې د ژغورنې ادارې اهلکارو او ځايې خلکو له ملبې ماشومان ايستلي دي . دوی وايي شپږ ماشومان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي او نورو ته د پېښې په ځای کې لومړنۍ طبي مرسته رسول شوې ده.

د سوات په ګډون د خيبر پښتونخوا په يوشمېر نورو سيمو کې هم کله نا کله د سکولونو او کورونو د چتونو پرېوتو پېښې کېږي چې له امله ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي. د دې پېښو لوی لامل د زياتو ورښتونو له امله د ودانيو زيانمن کېدل او د جوړښت پرمهال د ناقص موادو کارول ګڼل کېږي.