په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې له امريکا سره د بندیانو تبادلې ته تیار دی.
د طالبانو مرکزي وياند ذبیح الله مجاهد د جولای پر درېيمه په کابل کې خبریالانو ته وويل چې امريکايي چارواکو ته یې ويلي چې که د خپلو بندیانو خوشې کېدل غواړي نو بايد په ګوانتانامو او امريکا کې بندي افغانان ازاد کړي.
ویډيو: ذبیحالله مجاهد د دوحې درېیمې غونډې له پایته رسېدو وروسته، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې، افغانستان منزوي نهدی او له ډېریو هېوادونو سره ښه تعامل لري.راپور د نذیر شینواري#طلوعنیوز pic.twitter.com/LZylSaUoCg
— TOLOnews (@TOLOnews) July 3, 2024
مجاهد په دې اړه نور وضاحت ور نه کړ خو د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند وېدانت پټېل د جولای پر دويمه نېټه خبریالانو ته ويلي ول چې د افغانستان لپاره يې ځانګړي استازي ټام وېسټ د جولای پر لومړۍ په قطر کې د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره په خبرو کې غوښتنه کړي وه چې بندي امريکايي وګړي دې "ژر تر ژره خوشې" شي.
د پټېل په وينا د امريکايي وګړو بندي ساتل د طالبانو نړيوال رسميت د پېژندنې غوښتنې ته زیان رسوي.
د امريکا غږ د راپور له مخې، دوه امريکايي وګړي دا مهال د طالبانو په بند کې دي. د يو نوم نه دی په ډاګه شوی خو د بل په اړه امريکايي چارواکو ويلي چې راین کوربېټ نومېږي چې طالبانو په ۲۰۲۲ز کال کې په کابل کې نیولی وو.