حماس په غزه کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز منلی

په غزه کې د تېر کال اکتوبر راهیسې روانې جګړې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

حماس د امریکا وړاندیز منلی چې د اسراییلي یرغمل شویو، په ګډون د سرتېرو او نورو کسانو، د خوشې کولو په اړه خبرې پیل کړي.

داوروسته له هغې ده چې د امریکا، اسراییل، حماس، او منځګړیو هېوادونو (مصر او قطر) ترمینځ یو تړون پیل شوی دی.

د دې تړون موخه په غزه کې د جګړې پای ته رسول او د اسراییلي یرغمل شویو خوشې کول دي. د تړون لومړۍ مرحله شپږ اوونۍ وخت لري، چې په دې موده کې به دواړه خواوې خبرې وکړي او یو بل ته خپل شرایط وړاندې کړي ترڅو یوه دایمي اوربند ته ورسیږي.

حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګره ډله ګڼي، یوې جګپوړې سرچینې د جولای پر شپږمه وویل چې حماس له خپلې هغې غوښتنې تېر شوی چې اسراییل باید لومړی د دایمي اوربند ژمنه وکړي، او له هغې وروسته به دوی موافقه لاسلیک کړي.

دغې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د خپل هویت پټ ساتلو په شرط رویترز اژانس ته ویلي چې حماس منلې چې په لومړۍ مرحله کې حماس چمتو دی چې خبرې وکړي تر څو د یرغمل شویو د خوشې کولو هدف ترلاسه کړي.

یوه فلسطیني چارواکي چې د سولې د نړیوالو هڅو څخه خبر دی، ویلي، که اسراییل دغه وړاندیز ومني، کېدای شي په غزه کې د اسراییل او حماس ترمینځ د نهه میاشتنې جګړې پای ته رسولو لپاره د موافقې یو چوکاټ رامنځته کړي.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په هغه جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۷،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي. د جګړې پر مهال له ۸۵،۰۰۰ زيات فلسطينيان ژوبل شوي هم دي.