انګلستان او نېدرلینډز د اروپايي جام نیمه پایلوبو ته رسېدلي دي

د نېدرلینډز او ترکیې لوبغاړي د سیالۍ پر مهال د توپ (بال) اخیستو هڅه کوي ـ د جولای شپږمې انځور.

نېدرلینډز (هالینډ) او انګلستان د اروپا د فوټبال جام نیمه پایلوبو ته رسېدلي دي.

د جولای پر شپږمه دوه سیالۍ وشوې چې یوه یې انګلستان او بله یې نېدرلینډز وګټله.

لومړۍ سیالي د انګلستان (انګلینډ) او سوېټزرلینډ (سوېس) ترمینځ وشوه چې د پېنلټي شوټونو په پړاو کې انګلستان وګټله.

د سیالۍ د دویمې نیمايي په ۷۵مه دقیقه کې سوېټزرلینډ لومړی ګول کړ او انګلستان بیا په ۸۰م منټ کې ګول وکړ.

لوبه تر ټاکلي او اضافي وخته پورې مساوي روانه وه خو وروسته په پېنلټي شوټونو انګلستان پینځه ګولونه وکړل او سوېټزرلینډ په درو ګولونو کولو سیالي بایلله.

بله سیالي د ترکیې او نېدرلینډ ترمینځ وشوه چې نېډرلینډز د یو په مقابله کې په دوو ګولونو وګټله.

د هغې سیالۍ په لومړۍ نیمايي کې ترکیې ګول وکړ، خو نېدرلینډز په دویمه نیمايي کې دوه ګولونه وکړل او لوبه یې وګټله.

ټاکل شوې ده چې د نیمه پایلوبې پړاو د جولای پر نهمه د هسپانیې او فرانسې ترمینځ له سیالۍ پیل شي. دویمه نیمه پایلوبه به د جولای پر ۱۰مه د انګلستان او نېدرلینډز ترمینځ کېږي.

د اروپايي جام پایلوبه د جولای په ۱۴مه د کوربه جرمني په پلازمېنه برلېن کې کېږي.

د اروپايي جام سیالۍ له ۱۹۶۰ز لسیزې راهیسې هر څلور کاله وروسته کېږي چې پکې د اروپايي هېوادونو ملي لوبډلې برخه اخلي.

د اروپايي جام سیالۍ په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې ځنډېدلې وې او د ۲۰۲۱ز کال په اوړي کې وشوې چې پایلوبه یې اېټالیا وګټله.