په افغانستان کې د پوليو ضد واکسینو کمپاین پيل شو

په جلال اباد کې روغتيايي‌کارکوونکې یو ماشوم ته د پولیو واکسین کوي - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې په ټول هېواد کې یې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پيل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د روغتيا وزارت وياند زما شرافت د جولای پر اومه پر اېکس ليکلي چې د واکسین دا کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي. هغه زیاته کړې چې په دې ترڅ کې به اتوو ميلونو هغه ماشومانو ته له دې معذرونکي وایرس مخنيوي څاڅکي ورکړل شي چې عمرونه یې له پينځوو کلونو کم وي.

دا کمپاين د ملګرو ملتونو په مالي مرسته پيل شوی دی. افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه یوازيني دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو وایرس شته دی.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان د دې کمپاین د پیلېدو په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې له افغانانو په ځانکړي ډول له میندو او پلرونو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین او افغانستان د پولیو له وایرسه پاک کړي.

روانه اوونۍ د کندهار ولایت په شاولیکوټ او ارغستان ولسوالیو کې د پولیو دوې مثبتې پېښې ثبت شوې.