په کراچۍ کې د جرمني قونسلګري وایي، د امنیتي وجوهاتو له کبله یې په دغه ښار کې خپله قونسلګري تړلې ده.
قونسلګرۍ د جولای پر اتمه پر اېکس (پخوانی ټویټر) لیکلي چې له اروپایي اتحادیې بهر هېوادونو د وګړو لپاره قونسلګري تر امر ثاني تړل شوې ده. خو په بیان کې ويل شوي چې هغه کسان چې وار له مخه یې د ویزو لپاره درخواستونه ورکړي دي، کولی شي خپلې ویزې او پاسپورټونه له قونسلګرۍ څخه ترلاسه کړي.
📣 an important announcement. pic.twitter.com/5K5YysbcFF
— German Consulate General Karachi (@GermanyinKHI) July 8, 2024
قونسلګرۍ په دې اړه نور مالومات نه دي ورکړي او پاکستاني چارواکو لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
په تېرو کلونو کې په کراچۍ کې د جرمني قونسلګري څو ځله د امنیتي اندیښنو له امله تړل شوې ده. د ۲۰۱۱ز کال په سېپتېمبر کې، قونسلګري د امنیتي خطرونو له کبله خپل فعالیتونه تر څو میاشتو درولي ول. په ۲۰۱۶ز کال کې هم د امنیتي وجوهاتو له امله قونسلګري موقتاً تړل شوې وه، خو وروسته یې خپل فعالیتونه بیا پیل کړل.