پښين: د نړېدلې ښوونځي ماشومان له ۳ کلونو په خېمه کې درس وايي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان د پښتون مېشتې پښین ضلعې د برښور پوټي عیسازۍ کلي ماشومان په خېمه کې زدکړې کوي. د دې حکومتي ښوونځي ښوونکی وايي، د سکول ودانۍ درې کاله مخکې توپاني بادونو نړولې چې لا هم بېرته نه ده رغول شوې. د يادې سيمې خلک له حکومته غواړي چې ماشومانو ته يې ښوونځي جوړ او د مناسبو زدکړو ټولې اسانتياوې ورته برابرې کړي. د پښین د تعلیم ادارې چارواکي بيا وايي، په لرې پرتو او غرنيو سيمو کې يې د نامساعدو حالاتو باوجود د ماشومانو د زدکړو بهير جاري ساتلی دی. ويډيو رپورټ