د ګیله من وزیر په جنازه کې زرګونه خلکو ګډون کړی وو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ فعال او ولسي شاعر ګیله من وزیر مړی د جولای پر ۱۲مه د شمالي وزیرستان په اسدخېلو کلي کې خاورو ته وسپارل شو. د نوموړي په جنازه کې د پي ټي اېم پر فعالانو سربېره د شمالي وزيرستان او د يوشمېر نورو سيمو زرګونو کسانو ګډون کړی وو. د دې تر څنګ د پاکستان او د نړۍ د یو شمېر هیوادونو په ګڼو ښارونو کې هم د ګيله من وزير د غايبانه جنازې لمونځونه ادا کړل شول. ویډیويي رپورټ