د سوات محمد هلال د خدمت په جذبه له سینده مړي باسي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سوات محمد هلال له تېرو څو لسیزو راهیسې په سیند کې ډوب شوي کسان ژغوري او مړي باسي. ۵۰ کلن هلال وايي، دا کار د خدمت په جذبه کوي او تر اوسه یې سلګونه جسدونه موندلي دي. په خیبر پښتونخوا کې په اوړي کې ډېری کسان په سیندونو او نهرونو کې لامبي چې ځینې یې بیا ډوبېږي. له دې پرته د کښتیو ډوبېدو یا طبیعي ناورینونو پر مهال هم خلک په اوبو کې ډوبېږي. ویډیويي رپورټ.