پښین کې چاودنې د پولیسو ۱ افسر په ګډون ۵ تنه ټپي کړي دي

پولیس وايي چاودنه د پښین پر بند خوشدل خان سړک شوې ده.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې په چاودنه کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) د تاڼېدار په ګډون پینځه تنه ژوبل شوي دي.

د پښين د پوليسو مشر منظور بلېدي مشال راډيو ته ويلي چې چاودنه د جولای پر ۱۹مه غرمه مهال پر بند خوشدل خان سړک د ضلعي عدالت مخې ته وشوه.

نوموړی وايي چې د پولیسو ګاډی د رېموټ کنټرول بم چاودنه ښکار شو چې پکې د سي ټي ډي یو تاڼېدار، د پولیسو یو سرتېری او درې لارویان ژوبل شول چې په روغتون کې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو بلېدي زیاتوي چې د پېښې پلټنې يې پيل کړې دي.