سوات کې بریدګرو ۲ پولیس او د پوليو مخنیوي ادارې ۱ کارکوونکی ژوبل کړي دي

په سوات کې يو پولیس سرتېری پهره ورکوي- انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د پوليسو پر پوسته په بريد کې دوه سرتېري او د پوليو مخنیوي ادارې يو کارونکی ژوبل شوی دی.

د ضلعې د پوليسو مشر زاهد الله د جولای پر ۲۴مه رسنيو ته وويل چې هغه کسان د تحصيل بريکوټ لنډکۍ کې د پولیسو پر پوسته د وسلوالو په ډزو کې ژوبل شوي دي.

د چارواکو په خبره، زخمیان د سيدو شريف روغتون ته لېږدول شوي دي. پولیسو د تېر په څېر دا ځل هم ويلي چې په سيمه کې یې د لټون عمليات او تحقیقات پیل کړي دي.

پر پوستې د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.