بلوچ یکجهتي کمېټۍ پر خپلو قامي مسلو په ګوادر کې جلسه کوي

د ډاکټرې ماه رنګ بلوڅې په مشرۍ بلوچ یکجهتي‌ کمېټۍ تر دې وړاندې هم یو شمېر پراخې ولسي جلسې کړې دي. (انځور: ارشیف)

د بلوڅانو یووالي کمېټۍ اعلان کړی دی چې د جولايي پر ۲۸مه به د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه ګوادر کې احتجاجي جلسه کوي.

بلوڅ یکجهتي کمېټۍ دې جلسې ته د " بلوچ راجي مچي " نوم ورکړی دی په کوم کې چې به د دوی په وینا د ټولو بلوڅ قبیلو خلک ګډون کوي.

د یادې کمېټۍ مشرې ډاکټرې ماه رنګ بلوڅې ویلي چې دا غونډه ځکه ضروري ده چې په دې جرګه کې به د دې په وینا، د بلوڅانو د بنیادي حقونو په اړه بحث کېږي.

بلوڅ یکجهتي‌ کمېټۍ د دې جرګې لپاره له تېرو څو ورځو راهیسې په ولس کې د هڅونې لپاره هلې ځلې پیل کړې دي او ټینګار کوي چې په هر صورت دا جلسه وکړي.

نوموړې ویلي چې د جولايي پر ۲۸مه به له ګوادره پرته په ټول مکران ډیوژن کې کار بندیز وي. د دې په وینا، ګوادر به ځکه خلاص وي چې هلته د جلسې ګډون وال ضرورتونه لري.

د بلوچستان د حکومت دریځ څه دی؟

د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګتي د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ د جلسې په اړه ویلي دي چي حکومت یې هیچا ته دا اجازه نه ورکوي چې د ده په وینا، امنیت خراب کړي.

نوموړي د جولايي پر ۲۶مه صوبايي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال وویل چې بلوڅ یکجهتي کمیټۍ ته په کار ده چې د ګوادر جلسه په کوم ښار کې وکړي.

د ده په وینا، دوی ځکه په ګوادر کې د جلسې اجازه نه ورکوي چې هلته په راتلونکو څو ورځو کې د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ یا سیپېک مهمې پروژې پیلېدونکې دي.

ده وویل، " نن چې کله د سي پیک دویمه برخه پر راتلو شوه نو دوی ته ګوادر وریاد شو او په یو داسې سیمه کې یې د احتجاج پلان ترتیب کړ چې زموږ نړيوال نقل وحرکت دی او پر ۱۴م اګست د ګوادر نړیوال هوايي ډګر پرانیستې لپاره چینایان هلته بیایو."

سرفراز بګتي زیاته کړه چې بل پلو د استخباراتي ادارو د معلوماتو له مخې په ګوادر کې د ترهګرۍ پېښو دهړکې هم دي.

ده وویل، " په خاصه توګه بلوڅ وسله واله ډله بلوچستان لیبرېشن ارمي د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ ترسیوري لاندې په جلسه کې چاودنه کول غواړي چي پړه یې پر حکومت ورواچوي خو حکومت به کله هم وهیچا ته د امنیت ورانولو اجازه ورنه کړي."

خو د بلوڅ یکجهتي کمیټۍ مشرې ډاکټرې ماه رنګ بلوڅې د جولايي پر ۲۶مه پر ټولنیزو رسنیو په خپاره کړي بیان کې ویلي دي چي حکومت د راج مچي په نامه د دوی د رابلل شوې غونډې د ناکامه کولو هڅې کوي.

نوموړې تور پورې کړی دی چې د حکومت له لوري ټرانسپورټرانو، دوکاندارونو او هوټل مالکانو ته دهړکې ورکړې دي چې په جلسه کي له ګډون کوونکو سره دې هیڅ مرسته نه کوي.

د بلوچستان حکومت لا تر اوسه د دې تور په ځواب کې څه نه دي ویلي خو دومره یې په ډاګه کړې ده چې په ګوادر کې د جلسې اجازه نه ورکوي.

ماه رنګ بلوڅې ویلي چې که چېرې د بلوچستان حکومت د دوی د جلسې مخنیوي ته له زوره کار واخیست نو دوی به په بلوچستان کې ټولې لویې لارې وتړي.

په کراچۍ کې د بلوچ یکجهتي کمېټۍ د غړو نیول کېده

په کراچۍ کې د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ وايي‌ چې د کراچۍ پولیسو او امنیتي ادارو د ښار په ملير، ګلبهار، پاک کالوني او لیاري سيميو کې د بلوڅانو پر کورونو چاپې وهلې دي او د دوی مهم غړي او ګڼ شمېر پلویان یې نیولي دي.

په کراچۍ کې د بلوڅ يکجهتۍ کميټۍ غړې امنې بلوڅې د جولای پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې له تيرو درو ورځو راهيسي پوليس او ورسره په ساده جامو کې چارواکې د بلوڅانو پر کورونو چاپی وهي.

نوموړې وویل، " شاوخوا ۲۵ کسان پورته کړل شوي دي ، د بلوڅ يکجهتۍ کميټۍ مهم غړی مېر بالاڅ په ملير کې له خپل کوره پورته کړل شوی، له لياري څخه صدام بلوڅ ، شاداب بلوڅ ، باسط بلوڅ او نور کسان هم نيول شوي دي او تر اوسه د دوي په اړه هيڅ معلومات نشته چې چېرې دي."

د کراچۍ پوليسو وياند محمد ريحان بيا د جولايي پر ۲۶ مه مشال راډيو ته وویل چې پوليسو د بلوڅ يکجهتۍ کيمټۍ غړي نه دي نيولي او نه يې په لياري اوملير کې د بلوڅانو پر کورونو چاپې وهلي دي. هغه زیاته کړه چې په دې اړه پوليسو ته هيڅ لارښونې نه دې شوي چې د بلوڅ يکجهتۍ کميټۍ غړي دي وينسي.

بلخوا د پاکستان د بشري حقونو کميشن په کراچۍ کې د بلوڅ يکجهټۍ کميټۍ د غړو نيول او ځورول غندلي دي.د کمېشن د سنيد مشر خضر حيات د جولایي پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې تر اوسه ورسره تر ۳۰ د زياتو کسانو کورنيو رابط کړې ده چې خپلوان يي د کراچۍ پوليسو يا په ساده جامو کې نورو امنيتي ادارو پورته کړي دي.