نتنیاهو: حزب الله به د ګولان په لوړو کې د راکټي برید "دروند قیمت" ادا کړي

د اسراییل وزیراعظم بینیامین نتنیاهو یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي دي چې لبنان مېشته حزب الله ډله به یې تر کنټرول لاندې د ګولان (جولان هم بلل کېږي) د لوړو د فوټبال په لوبغالي کې د راکټي برید "داسې دروند قیمت ادا کړي چې تر دې وړاندې به یې هېڅکله نه وي ورکړی."

نتنیاهو دا خبرداری د جولای پر ۲۷مه تر هغې وروسته ورکړ چې په راکټي برید کې ۱۱ ماشومان او کم عمري ځوانان ووژل او یوشمېر ژوبل شول.

دا د اسراییلو او د لبنان د حزب الله ترمینځ د جګړې له پیل راهیسې په شمالي پوله کې پر اسراییلو تر ټولو مرګونی برید دی.

له دې سره د یوې پراخې سیمه ییزې جګړې وېره پیدا شوې ده. اسراییلو د حملې لپاره حزب الله ډله پړه بللې ده خو هغې ژر په حمله کې لاس لرل رد کړل.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کتڅ د خپل هېواد د ۱۲ په نوم ټېلېوېژني چینل ته ویلي، "په دې کې هېڅ شک نه شته چې حزب الله دلته له تر ټولو سرې کرښې اوښتې ده" او د اسراییلو "غبرګون به یې منعکس کړي."

لبنان د اسراییلو په شمال کې پروت دی او شیعه ډله حزب الله هلته فعاله ده. حزب الله په ۱۹۸۰ز لسیزه کې د اسراییلو پر وړاندې د مقاومت لپاره جوړه شوه او په سیاسي، نظامي، او ټولنیزو برخو کې فعاله ده.

هغه ډله په لبنان کې د یو سیاسي ګوند په توګه هم کار کوي او په پارلېمان کې استازي هم لري.