د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د بارانونو او سېلاب امکان دی

په وروستیو کې په افغانستان کې بارانونو او سېلابونو زیانونه واړول ـ پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو وړاندوینه کړې ده.

ادارې د جولای په ۲۷مه نېټه پر خپله ووبپاڼه خبر ورکړی چې د جولای له ۲۸مې څخه په نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د تېزې سیلۍ یا طوفان او بارانونو له وجې د سېلابونو امکان دی.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې هم د موسمیاتو ادارې د جولای له ۲۷مې څخه تر ۳۱مې د خیبر پښتونخوا په غرییزو سیمو کې د پشکال بارانو د بلې څپې پيلېدو او له دې امله د سېلابونو او کمرونو نړېدو خبرداری ورکړی دی.

په افغانستان کې په وروستیو دوو اوونیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو پر مهال شاوخوا ۷۱ کسان وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي. د جولای پر ۱۵مه په ننګرهار کې د طوفان او ورښتونو له امله ۴۷ کسان ووژل شو او ۳۵۰ ژوبل شول او لسګونه کورونه ړنګ شول.

د پشکال میاشت د جولای له ۱۵مې پیلېږي چې پر مهال یې په افغانستان او پاکستان کې ورښتونه کېږي. دا بارانونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو ځینې وختونه د سېلابونو، کمرونو نړېدو او د زېربنا د زیانمنېدو لامل کېږي.